Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د علومو اکاډمي کې د اسلامي نظام اقتصادي مسوولیتونو په نوم علمي سیمینار جوړ شو

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): کابل کې د یوه څېړنیز سمینار ګډونوالو وویل چې بهرمېشتي افغان پانګه‌وال دې په هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي، د پانګه‌والو د لا خوندیتوب لپاره دې تدایبر ونیول شي، پر افغانۍ د باور کچې لوړولو ته دې کار وشي، کرنه دې میکانیزه او د عشر او زکات لپاره دې تګلاره جوړه شي.

نن په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري «د اسلامي نظام اقتصادي مسوولیتونه» تر نوم لاندې علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو.

د علومو اکاډمۍ د طبيعي – تخنيکي علومو څانګې مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په ننني سیمینار کې وویل، د اسلامي نظام یو له مسوولیتونو دا دی چې د هېوادوالو د اقتصادي پرمختګ لپاره اړينې لارې چارې ولټوي او په دې برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د رییس‌الوزراء ملامحمد حسن اخند په پيغام کې – چې په دغه سیمینار کې ولوستل شوـ  راغلي چې امارت د اوبو مدیریت، د زراعت پراختیا، انکشاف، د مواصلاتي لارو جوړولو، د کانونو استخراج، د انرژۍ توليد، د عامه خدماتو، سوداګرۍ او صنعت برخو کې د پام وړ هڅې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په نننۍ سيمينار کې وویل، د اسلامي نظام مسوولیت دا دی چې د هېوادوالو د امنیت، اقتصاد او نورو برخو کې حافظ و اوسي او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ده په وینا، د هېواد د اقتصادي ودې او پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرولو او صنعتي پارکونو جوړولو په موخه د ټول هېواد په کچه ۱۵۰ زره جریب ځمکه د سوداګرو او پانګوالو په واک کې ورکړل شوې ده.

هغه وویل: «نن الحمدالله د افغانستان صادرات، له شته ستونزو سره، سره تر دوه میلیارد ډالرو رسېدلي او دا کچه ساتل شوې ده؛ دا بسنه نه کوي، هڅه مو دا ده څومره چې واردات لرو، په هماغه کچه صادرات هم ولرو.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وویل: «له تحریمونو، محدودیتونو او سیاسي، اقتصادي، جيوپولیټیک او جیواکونومیک فشارونو سره سره، پر دې توانېدلي یو چې ښې لاسته‌راوړنې ولرو چې د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې د پولي تورم کنټرول یې یوه ښکاره بېلګه ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وویل، خصوصي سکټور د نظام ترڅنګ ولاړ دی او هڅه یې کړې چې په اقتصادي چارو کې له نړۍ سره اړیکې بېرته جوړې کړي.

دی وايي: «هر څوک چې دلته کاروبار کوي، د کار لپاره یو مصؤنیت غواړي، نو د مصؤنیت لپاره بهرني سوداګر موږ ته نور اسلامي هېوادونه پېش کوي چې په هغو کې د بیمې سیسټم شته او په افغانستان کې د بېمې سیسټم ډېر مهم دی.»

هغه له حکومته وغوښتل چې د بېمې لپاره دې د اسلام په چوکاټ کې حل‌لار ولټوي.

د ناستې په پای کې د سیمینار پرېکړه‌ليک صادر شو چې په کې راغلي، د صنعتي پراختیا او په هېواد کې د خامو موادو د پروسس په موخه دې له داخلي سرچینو کار واخیستل شي، اړوندې ادارې دې بهرمېشت افغان پانګه‌وال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي، د بازارونو د منظمې څارنې لپاره دې ځانګړې څانګه جوړه شي، افغانستان بانک دې هڅه وکړي چې د خلکو اعتماد پر بانکونو پیاوړی شي او د اقتصاد وزارت دې خصوصي سکټور ته وده ورکړي او په دې برخه کې دې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي څو بهرنۍ پانګه هېواد ته راجذب او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

دغه راز، په پرېکړه‌لیک زیاته شوې، د کرنې او مالدارۍ وزارت دې په هېواد کې زراعت میکانیزه کړي، امنیتي ارګانونه دې د سوداګرو او د هغوی د شتمنیو د لا خوندیتوب برخه کې مؤثر تدابیر ونیسي، اسلامي امارت دې عشر او زکات په شفافه او مسلکي توګه راټول او د وېش لپاره یې دې ځانګړې تګلاره رامنځته کړي او اړوندې امارتي ادارې دې د داخلي محصولاتو د ودې او حمایت لپاره اړین تدابیر په پام کې ونيسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.