Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله له سوېلي کوریا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سوېلي کوریا د فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن شپه ۹:۳۰ له سوېلي کوریا سره لوبه کوي.

د افغانستان لوبډله د یادو سیالیو په درېیم ګروپ کې له سوېلې کوریا، یمن او اندونیزیا سره لوبیږي.

د افغانستان لوبډله د یمن پر وړاندې له ماتې وروسته نړۍوال جام ته د رسېدو لپاره اړ دی چې په راتلونکو خپلو دوو لوبو کې بریالی شي.

د یادولو ده چې د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره د اسیا ملتونو جام سیالۍ د وري په ۱۴مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۱مې به په سعودي عربستان کې دوام ولري.

د افغانستان وروستۍ لوبه به په یادو سیالیو کې له اندونیزیا سره وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.