ژبه

د هرات امنیه قومانداني: یو وسله‌وال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو

توسط بنیامین بارز

اپریل 7, 2025 - 3:59 pm

Views: 308

<p style="text-align: justify;">هرات (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو غلو ترمنځ په نښته کې یو وسله‌وال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه دوو وسله‌والو غلو د اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې په پایله کې یې یو وسله‌وال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وویل، دغو دوو کسانو د شپې له تیارې څخه په استفادې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې سیمه کې د خلکو له کورونو غلاوې کولې چې د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د خبر له تر لاسه کولو وروسته هغوی پېژندلي او درولي یې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه‌ راز وویل چې له غلو یوه تومانچه او یو موټر سایکل هم لاسته راغلي او نیول شوی کس د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې دی.</p>