منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۱ کتنې

فراه (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند مهاجرینو سیمه کې نن سهار د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدنسیم بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د مهاجرینو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو زوی او پلار وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

هغه وویل، دغو کورنیو له یو بل سره خپلوي هم لرله.

د نوموړي په خبره، امنیتي مسوولین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.