Language

د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یوه کس ژوند بایللی

شبرغان (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار سعید حلیمي وايي چې دغه ځوان نن سهار د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د «لین ګاز» په سیمه کې یوه کرولا موټر وهلی او ژوند یې بایللی دی.

د هغه په خبره، دغه ځوان محمدزبیر نومېده او په اقچه ولسوالۍ کې د «کلته شاخ» دیني مدسې زده‌کوونکی و.