کابل (پژواک، ۱۶ غویي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند د مغزیاتو او وچو مېوو شورا د اتارې- واګه لارې د تړل کېدو له امله د هند له حکومته غوښتي څو له افغانستانه دغه هېواد ته د وچې مېوې د واردېدو لپاره هوايي دهلېز رامنځته کړي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د روانې میاشتې په درېیمه وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پکې ردوي.
د اتارې- واګه لار چې د پاکستان له لارې له هند سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان یوه له لنډو او ارزانو ټرانزیټي لارو ده، د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو له امله تړل شوې او له دغې لارې تر ډېره د افغانستان وچې میوې هند ته صادرېدلې.
بزنس لاین وېبپاڼې نن راپور ورکړی چې د هند د مغزیایو او وچو مېوو شورا (NDFC-I) له مرکز غوښتنه کړې چې له افغانستانه هند ته د مغز لرونکو او وچې مېوې د لېږد لپاره یو هوایي دهلیز جوړ کړي.
دغې شورا ویلي: «دا موږ له حکومته غواړو، افغانستان ډېر ممیز، انځر، زردالو او نورې وچي مېوې لري، خو له دې امله چې پولې تړلې دي، موږ نشو کولای دا محصولات هند ته وارد کړو.»
د یادونې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ورکړي چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالر وه چې ۶۲۷ میلیون ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیون امریکايي ډالر واردات جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP