Language

شاهین: فرانسه دې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي

کابل (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۴): د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سفیر د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې یاد هېواد دې کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.

دوحه کې د اسلامي امارت سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغان سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین شو سره لیدلي.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې شاهین د فرانسې له شارژدافیر غوښتي چې غوره ده فرانسه په کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.

د سرچینې په حواله، په دې ليدنه کې پر روان سیاسي وضعیت، د‌ افغانستان او فرانسې ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او نورو اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د لرغونو اثارو برخه کې د فرانسې د مرستو د دوام او پراختیا په اړه هم بحث شوی دی.