ښرنه (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۴): د پکتیکا سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۱۰۰۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته وسپارل شول.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ ميلادي کال د جون مياشتې په ۲۲مه نېټه په ګيان ولسوالۍ کې سختې زلزلې سلګونه کورونه ويجاړ کړل او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګژوبله په کې اوښتې وه.
د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ او تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې زيانمنو کورنيو ته وسپارل شول.

خبرپاڼه کې د پکتيکا د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح له قوله ويل شوي چې ياد کورونه په ګيان ولسوالۍ کې د ۲۰۲۲ ميلادي کال کې رامنځته شوې زلزلې زيانمنو کورنيو لپاره جوړ شول.
د هغه له قوله زياته شوې چې په يادو کورونو شاوخوا ۷.۸ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی چې ۲۰۰ کورونه يې څه موده مخکې بشپړ شوي و او ۸۰۰ نور يې تېره ورځ خلکو ته د ګټې اخيستنې لپاره وسپارل شول.
سرچينه زياتوي چې د يادو کورونو ترڅنګ يو روغتون او ښوونځی هم جوړ شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې زيانمنو کورنيو ته د يادو کورونو سپارلو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري (يواېناېچسيار) عمومي مسوول عرفات جمال ويلي چې د بې سرپناه افغانانو لپاره به د سرپناه برابرېدو دا لړۍ روانه ساتي.
خبرپاڼه کې راغلي چې زيانمنې کورنۍ د کورونو، ښوونځي او روغتون په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به يې د سرپناه، روغتيا او پوهنې برخه کې ستونزې حل شي.
د معلوماتو له مخې، جوړ شوي کورونه هر يو يې دوه خونې، دهليز او يو تشناب لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP