<p style="text-align: justify;">زرنج (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د نیمروز امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د «میټاډون» نږدې شپږ میلیونه ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي او د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د نیمروز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیضمحمد فیضاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د زرنج ښار د سیستان ښارګوټي په سیمه کې پنځه میلیون او ۷۶۰ زره میتادون ټابلېټ چې د موټرو په ګاراج کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.»</p>
<p style="text-align: justify;">د هغه په خبره، د نشې یاد ټابلېټونه له نیمروزه نورو ولایتونو ته قاچاق کېدل.</p>
<p style="text-align: justify;">فیضاني وايي، د یادې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی هم دی.</p>