Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د نشې د نږدې شپږ میلیون ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې

زرنج (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د نیمروز امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د «میټاډون» نږدې شپږ میلیونه ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي او د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.

د نیمروز له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیض‌محمد فیضاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د زرنج ښار د سیستان ښارګوټي په سیمه کې پنځه میلیون او ۷۶۰ زره میتادون ټابلېټ چې د موټرو په ګاراج کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.»

د هغه په خبره، د نشې یاد ټابلېټونه له نیمروزه نورو ولایتونو ته قاچاق کېدل.

فیضاني وايي، د یادې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی هم دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.