Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«افغانستان کې د رواني روغتیا خدمتونو ښه‌والي لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده»

کابل (پژواک،۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو مسوول وايي، په هېواد کې د رواني روغتیا برخه کې د تېرو درېیو کلونو پرمختګونو سربېره لا هم په دې برخه کې ستونزې شته او د هغو د هواري لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۸ کال کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ۳۲ میلیون وګړو له ډلې ۴۷ سلنه یې د رواني ناروغیو لکه له ژور خپګانه ځورېږي. د دغه وزارت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې د دغو ناروغانو له ډلې د ۲۶ سلنه وضعیت تر نورو ډېر جدي دی، داسې چې د هغوی ورځني فعالیتونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکي تېر کال ویلي وو چې د افغانستان نیمايي وګړي له رواني ناروغیو ځورېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا څانګې امر ډاکټر وحیدالله افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې په هېواد کې د رواني ستونزو ډېرېدو له احتماله یادونه وکړه، خو ویې ویل چې اړتیا ده په هېواد کې نوې سروې ترسره شي څو پر رواني ناروغیو د اخته کسانو کره شمېر ترلاسه شي.

ډاکټر افغان څه باندې څلور لسیزې جګړه، بېکاري، بېوزلي، کورني او ټولنیز تاوتریخوالي، کډوالۍ او د رواني درملنې خدمتونو کمښت په هېواد کې د رواني اختلالاتو له اساسي لاملونو بولي.

د بودجې برخه کې ستونزې او د نړۍوالو مرستو کمېدل

د رواني روغتیا څانګې امر وايي، له دې امله چې د رواني روغتیا خدمتونه په مدغم ډول ترسره کېږي نو د دې برخې لپاره بېله بودجه شتون نه‌لري.

د هغه په وینا، که د هر کس لپاره مناسبه بودجه وټاکل شي نو د رواني ستونزو او اختلالاتو کچې په کمېدو کې مرسته کولای شي.

هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې موږ یوه جدي ستونزه لرو او اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه خپلې دوامدارې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ ځکه د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوچا په وینا، د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدل په افغانستان کې پر بشري پروګرامونو پراخې اغېزې کړې او د طبیعي او خدماتي لکه روغتیايي پېښو لپاره یې د چمتووالي لړۍ له ستونزې سره مخ کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له بیارسېدو وروسته د یوه اجرائيوي فرمان په صادرولو د دغه هېواد بهرنۍ پراختیايي مرستې وځنډولې څو بیا کتنه پرې وشي.

د رواني روغتیا د مشاورینو کموالی

د ډاکټر افغان په وینا، د اړتیاوو پر اساس افغانستان د رواني روغتیا شاوخوا ۳ زره مشاورینو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اوسمهال یوازې ۱۱۰۰  مشاورین چې ۶۰۰ ښځې او ۵۰۰ نارینه دي، فعالیت لري.

نوموړي وویل، روغتیايي مشاور معمولاً هغه کس دی چې د رواني روغتیا برخه کې لیسانس لري او تخصصي زده‌کړې یې کړې دي.

دغه‌راز، هغه زیاته کړه چې د رواني روغتیا له ۱۳۰ تر ۱۵۰ متخصصین د هېواد په روغتیايي نظام کې کار کوي چې ډېری یې نارینه دي.

هغه زیاته کړه چې د رواني روغتیا همدومره متخصصینو ته اړتیا لیدل کېږي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې هر کال له روغتونونو او د رواني روغتیا له کدري او تخصصي وارډونو د رواني روغتیا شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ متخصصین فارغېږي.

نوموړي وویل: «هغه کسان چې پر رواني ناروغیو اخته دي، د مشاورینو له لوري پوهاوی او له درملو پرته درملنه ترلاسه کوي او د ناروغۍ د ډېرېدو په صورت کې، روزل شوو او متخصصو ډاکټرانو ته لېږل کېږي او تر رغېدو پورې تر مراقبت لاندې وي.»

ډاکټر افغان وویل: «هغه ډاکټران چې د رواني روغتیا برخه کې یې لنډمهاله روزنیزه (د بېلګې په توګه ۶ ورځنۍ) دوره بشپړ کړې،«روزل شوي» بلل کېږي، خو دغه ډاکټران د رواني ناروغیو یا ارواپوهنې متخصصین نه دي او د پېچلو یا پرمختللو مواردو د تشخیص په صورت کې، موظف دي څو ناروغان اصلي متخصصینو (د رواني برخې یا تجربه‌لرونکي او اوږدمهاله روزل شوي ډاکټران) ته ورواستوي.»

هغه زیاته کړه چې دا مهال په ټول هېواد کې د روزل شوو روغتیايي کارکوونکو شمېر شاوخوا ۲۱ زره کسان دی.

ډاکټر افغان د روزل شوو روغتیايي کارکوونکو په اړه وویل چې د روغتیايي خدماتو په ابتدایي کچه کې په روغتیايي کارکوونکو کې عمومي ډاکټران، نرسان او قابلې شامل دي چې له ګومارل کېدو وروسته د رواني روغتیا برخه کې روزنه ورکول کېږي. دغه زده‌کړې معمولاً لنډمهاله دی (له ۳ تر ۶ ورځو)، ډېر تمرکز یې پر لومړني تشخیص، د رواني ستونزو لومړني مدیریت، پر لومړني مشورې او مهارتونو او متخصصو ډاکټرانو ته د ناروغانو پر سمې معرفي کولو وي.

د هغه په ​​خبره، د دغو روزنیزو زده‌کړو موخه د هېواد له عمومي روغتیايي سیسټم سره د رواني روغتیا خدماتو یوځای کول دي.

شته مرکزونه او پراختیایي پروګرامونه

د رواني روغتیا برخې امر وايي چې دمګړۍ ‎د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۴۴۰ جامع روغتیايي مرکزونه فعالیت لري چې په هر مرکز کې ‎د رواني روغتیا مشاور خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د افغان په وینا، د کابل په ګډون د هېواد په څلورو زونونو کې د رواني ناروغیو یو یو ځانګړي وارډونه فعالیت لري؛ په کابل کې ۱۰۰ بستریز کدري او تخصصي روغتون او په نورو زونونو کې ۲۰ تر ۴۰ بستریز دغه ډول مرکزونه فعالیت کوي.

هغه وايي: «د رواني روغتیا څانګه هڅه کوي چې په هر ولایت کې د رواني روغتیا یوه څانګه فعاله کړي او په جامع روغتیايي مرکزونو کې یو رواني – ټولنیز مشاور زیات کړي څو خدمات ټولو خلکو – ښځو او نارینه وو ته په مساوي ډول وړاندې شي.»

د تېرو درېیو کلونو لاسته‌راوړنې

د افغان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په نیمروز، فراه، بدخشان، بامیان او غور ولایتونو کې د رواني روغتیا یونټونه فعال شوي او په کندهار کې یو ۵۰ بستریز وارډ په فعالیت پیل کړی دی.

هغه وايي چې د رواني روغتیا امریت په ټول هېواد کې د خدماتو پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پیل کړي چې په لاندې ډول دي:

په لومړنیو او ثانوي کچو کې د رواني روغتیا خدمتونو مدغمولو پیاوړتیا چې په لومړنۍ کچه بېلابېلو روغتیایي کارکوونکو ته د رواني روغتیا برخه کې روزنه ورکړل شوې او په دې برخه کې باکیفیته خدمات وړاندې کوي: په ثانوي کچه بیا د رواني روغتیا یونټونه او وارډونه جوړېږي څو د نورو خدماتو ترڅنګ د رواني روغتیا خدمتونه هم وړاندې کړي.

– د رواني اختلالاتو د تشخیص او درملنې لپاره د ډاکترانو، نرسانو او روغتیایی کارکوونکو روزنه

–  په روغتونونو کې د رواني روغتیا د وارډونو یا یونټونو جوړېدل

– له تاوتریخوالي، کډوالۍ یا شخصي ستونزو اغېزمنو کسانو ته د فردي، ډله‌ییزو او کورنیو مشورو ورکول

– د روغتیايي مرکزونو، رسنیو او ښوونځیو له لارې د خلکو د پوهاوي کچې لوړېدل

– د رواني ناروغانو پر وړاندې د ټولنیز تبعیض کمېدل

– د مشاورینو او نرسانو روزنه او پیاوړتیا

– د څه باندې ۵۰۰ نوو رواني ټولنیزو مشاورینو روزنه

– د اپلېکېشنونو او ټیلېفوني اړیکو په ګډون، له لرې د مشورتي خدماتو پیلېدل

ډاکټر افغان دغه راز وویل، د رواني روغتیا په تړاو د ټولنې د لیدلوري بدلولو لپاره له علماوو، ښوونکو او رسنیو سره د همکارۍ هڅې د عامې روغتیا وزارت له اقداماتو دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.