Language

فاریاب کې د ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند بایللی
آرشیف

فېروزکوه (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پشتونکوټ، دولت‌اباد او اندخوی ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ څاروي تلف شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې یوه مرسدیس موټر یو کس چې له سړک یې خپل څاروي اړول، وهلی چې له امله یې هغه ژوند بایللی او ۱۷ څاروي یې له منځه تللي دي.

محمدي زیاته کړه چې دویمه پېښه په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه هایلکس موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، درېیمه پېښه د یاد ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې له سړکه د یوه پاسو موټر د وتلو او چپه کېدو له امله شوې چې موټر چلوونکي پکې ژوند بایللی دی.