Language

د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند  کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو په یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وایي، دغه اورلګېدونه نن سهار ۸:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

دغه اورلګېدنه لا دوام لري او د اور وژنې موټرونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات په لاس کې نشته.