کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): مسوولین وايي، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې د پنجشېر سړک د جوړېدو چارو له بشپړیدو سره، د دغه ولایت په ګډون د هېواد شمالختیځ ولایتونه د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا له چترال سیمې سره ونښلول شول.
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې تر ډېورنډ کرښې پورې د پنجشېر د ستراتیژیک سړک د کارونو له بشپړیدو سره، د پنجشېر په ګډون د هېواد شمالختیځ ولایتونه د لومړي ځل لپاره د پاکستان هېواد لویو ښارونو او بازارونو ته لاسرسی مومي.
هغه زیاته کړه چې د دې سړک له لارې به هېوادوال، په ځانګړې توګه د یادو ولایتونو اوسېدونکي له جغرافیوي انزوا او خراب اقتصادي وضعیته را ووځي او لومړی به له یو بل سره وصل شي او بیا به بهرنیو بازارونو ته لاسرسی ومومي.
د هغه په وینا، دا پروژه په سیمه کې د متوازن پرمختګ، د ژوند ښهوالي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
د ویاند په خبره، دغه سړک ۱۹۴ کیلو متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې له سختو غرنیو سیمو څخه تېرېږي او افغانستان د بدخشان ولایت له لارې له چترال سره نښلوي. دا لاره چې په تېرو وختونو کې د هېواد یو له خورا ستونزمنو لارو ګڼل کېده، اوس د اسلامي امارت په پراخو هڅو سره په یوه اغیزمنه او خوندي ترانسپورتي لاره بدله شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP