Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

شبرغان (پژواک، ۶ چنګاش ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اسدلله حمزه د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغه ولایت د خانقاه ولسوالۍ په «ینګی قلعه عربیه» کلي کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه پروژه کې د ۴۰ متره مکعب په ظرفیت د اوبو یوه ذخیره، د ۸۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل او د ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي د کور په کور پایپ غځول شامل دي.

د هغه په خبره، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي.

ورته مهال، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د یادې پروژې د چارو په پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي، د یادې شبکې له جوړېدو وروسته به یې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

 ټاکل شوې چې یاده پروژه په درېیو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.