Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۵۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د وارداتو ډېرېدل او د یادو توکو لپاره د تقاضا کمېدل د کابل ښار په بازارونو کې د بیو ټیټېدو لامل شوي دي.

خو نوموړی وايي، نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې تېرو اوو ورځو په څېر یو لېتر پټرول په ۶۴ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۶۸ افغانۍ پلورل کیږي.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو ګاز په ۵۸ افغانۍ پلوري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۳۱مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ تبادله کېدې.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۱۰۰ څخه ۶۰۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۰۰  څخه ۴۷۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.