کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې افغانستان په ۱۳۰ برخو کې په بشپړ او په سلو کې په نیمه ډول ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په یادو فابریکو کې ۵۷۰ بېلابېل ډول توکي لکه اوړه، غوړ، مالګه، درمل، اوسپنه، سمنټ، فولاد، کیمیاوي او محصولاتي توکي او داسې نور تولیدېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یادو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره هېوادوال په مستقیم ډول په کارونو بوخت دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، په ټول هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش او د اړتیا وړ خامو موادو برابرولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه راز د فابریکو د مصرفي موادو د قاچاق مخنیوی شوی، له بهره پر واردېدونکو خامو موادو او ماشینالاتو تعرفې کمې یا صفر ته راټيټې شوې، پر هغو واردېدونکو توکو تعرفې لوړې شوې چې په کور دننه تولیدیږي او د کورني صنعت د پیاوړتیا په موخه په کور دننه او نړۍواله کچه نندارتونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP