زرنج (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ): په داسې حال کې چې په نیمروز کې وچکالیو کرنې ته سخت زیان اړولی، په وروستیو کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو څاڅکي سیسټم ته په مخې کولو سره خپلې وچې ځمکې بیا راژوندۍ او پر شنو کروندو یې بدلې کړې دي.
د اوبولګولو څاڅکي سیسټم څه ډول سیسټم دی؟
د اوبولګولو څاڅکي سیسټم د ځمکو اوبولو یو عصري طریقه ده چې له لارې یې اوبه په کرار، دقیق او مستقیم ډول د بوټو رېښو ته رسېږي؛ هغه هم څاڅکی څاڅکی نه د پاش په ډول.
په یاده طریقه کې د دې پر ځای چې ټوله کرونده اوبه شي (لکه دودیزه طریقه) له پایپونو او څاڅکيڅڅوونکو استفاده کېږي چې اوبه یوازې د هر بوټې یا ونې ریښو ته رسوي، له همدې امله اوبه کمې مصرفېږي، خاوره نه خرابېږي او بوټي ښه وده کوي.
د یاد سیسټم جوړولو لپاره د اوبو ټانکر، له ټانکره د پایپونو سیسټم ته د اوبو لېږدولو لپاره د اوبو پمپ، د څاڅکو په یوه اندازه وېشلو لپاره مناسب فشار، د اضافي ذرو له ننوتو د مخنیوي لپاره د تصفیې فلټر، د کروندې بېلابېلو ځایونو ته د اوبو لېږدولو لپاره د دوه یا څلور اینچه پولیتیلن پایپونه، قطرهيي فرعي پایپ، څاڅکيڅڅوونکي، شیردهن او ټایمر یا خودکار کنټرول کوونکي ته اړتیا ده.
هغه کروندګر چې د اوبولګولو له څاڅکي سیسټمه په استفادې یې خپلې وچې ځمکې بیا ژوندۍ کړې
د زرنج په سوځوونکې ګرمۍ کې هغه ځای چې وچکالیو ځمکې له کاره ایستلې، یو نوی داستان د جوړېدو په حال کې دی؛ د پیاوړتیا، نوښت او هغو ځمکو ته د ژوند راګرځولو داستان چې هيچا یې د شنې کېدو او بیا ژوندۍ کېدو هیله نه درلوده.
د زرنج ښار د «نوکجو» سیمې یوه کروندګر عبدالرحیم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې پرلهپسې وچکالیو په دغه ولایت کې کرنې ته سخت زیان اړولی دی.
نوموړي هغو وختونو ته په اشاره چې وچکالي نه وه وویل، په خپلو ځمکو کې یې ترکاري، مېوې او غنمو کرل او ښه عاید یې درلود خو د وروستیو کلونو وچکالیو یې کښت او کرنې ته سخت زیان اړولی او له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شوی دی.
هغه چې د کرنې له لارې یې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوله وايي، په وروستیو کلونو کې دې ته حیران و چې څه خپلې ځمکې به بېرته څه ډول شنې کړي.
عبدالرحیم وویل چې د اوبولګولو له څاڅکي سیسټمه په استفادې یې وکولای شوای بیا خپل کار ته وده او خپلو وچو ځمکو ته ژوند ورکړي.
هغه زیاته کړه: «کله چې مې غوښتل د اوبولګولو د څاڅکي سیسټم له لارې کرنه پیل کړم، نه پوهېدم چې څه وکړم؛ ځکه ورسره بلد نه وم، د څه وخت لپاره ایران ته ولاړم، په یوه باغ کې مې کار کاوه، هلته مې د هغوی د کښت طریقه ولیده، زده مې کړل، بیا نیمروز ته راغلم، ډېر په خواریو بریالی شوم د یاد سیسټم د اړتیا وړ توکي د هېواد له دننه او ایرانه چمتو کړم؛ ځکه ډېره بودجه یې غوښته.»
نوموړی چې اوس یې په خپلو ځمکو کې خټکي، هیندواڼې او بېلابېلې ترکارۍ کرلې وايي، پرېکړه یې کړې چې په راتلونکي کال کې د پالېز ترڅنګ غنم هم د څاڅکي سیسټم له لارې اوبه کړي.
هغه زیاته کړه: «د څاڅکي سیسټم ډېره ښه پایله ورکړې، ډېره ګټه مې وکړه، د اوبولګولو تر دودیزې بڼې دغه سیسټم ډېر ښه دی، اوبه سپما کېږي، کم مصرف لري، ان که ځمکه هواره نه وي هم، ټولو برخو ته اوبه رسېږي، یوازې کروندګر وکولای شي چې د اړتیا وړ توکي یې واخلي، کار یې ساده او زحمت یې کمېږي.»
نوموړي چې ویل یې له یاد سیسټمه په کار اخیستو فصلونه ښه حاصل ورکوي، زیاته کړه: «ما سږ کال تر اوسه ۴۰۰ ټنه هیندواڼې نورو ولایتونو ته لېږلې، سربېره پر دې د ورځې ۳۵ یا ۴۰ ټنه ښار ته راوړم، حاصلات پرېمانه دي.»
هغه چې نور کروندګر د اوبولګولو څاڅکي سیسټم کارولو ته هڅوي، د نیمروز د کرنې له ریاست غواړي چې د دغه سیسټم په اړه کروندګرو ته روزنیز پرواګرمونه جوړ کړي.
ورته مهال، د زرنج ښار په «قلعه فتح» سیمه کې یو بل کروندګر حاجي محمدنعیم چې د خپلو ځمکو اوبولو لپاره یاد سیسټم کاروي وايي: «څو کاله کېږي چې وچکالۍ زموږ ځمکې خرابې کړې، زموږ روزګار یې خراب کړ، حیران وم چې څه وکړم، د بېکارۍ له امله ایران ته ولاړم، هلته د اوبولګولو له څاڅکي سیسټم سره اشنا شوم.»
هغه چې د کرنې برخه کې یې د یاد سیسټم له لارې ښه نتیجه ترلاسه کړې، زیاته کړه: «کله به مې چې په دودیزه طریقه کښت کاوه، له دې له امله چې اوبه نه وي، ۵۰ جریب ځمکه مې کرله، خو اوس د څاڅکي سیسټم ته ۲۰۰ جریب ځمکه کرم، شکر حاصلات پرېمانه دي.»
د هغه په خبره، هر جریب ځمکې ته د اوبولګولو څاڅکي سیسټم په جوړولو شاوخوا ۵ زره افغانۍ لګښت راځي خو دغه لګښت د پایپ او شیردهنونو په ډول پورې اړه لري، ښايي لږ کم یا زیات شي.
نوموړي وویل: «موږ یوه ژوره څاه لرو، که په دودیزه توګه کښت وکړو، دغه څاه هره ورځ دوه جریب ځمکه اوبه کوي خو د څاڅکي سیسټم له لارې لس جریب ځمکه اوبه کوي؛ یعنې څلور چنده ډېرې ځمکې ته اوبه رسېږي.»
هغه وايي، اوس هره ورځ له خپلو ځمکو تر ۱۲۰ ټنه هیندواڼې راټولوي؛ دومره چې په تېرو کلونو کې د اوبولګولو له دودیزې لارې فکر هم نه کېده.
د هغه په باور، د اوبولګولو د څاڅکي دغه سیسټم نه یوازې د پالېز، بلکې د هر ډول بوټو، باغ او کورنیو باغچو لپاره اغېزناک دی.
یاد بڼوال د څاڅکي سیسټم له لارې د غنمو اوبولو په اړه وویل: «غنم دوه تر درې ډوله د څاڅکي سیسټم لري؛ یو ډول یې اوبه شیندي، بل ډول یې د پایپ له لارې وي، ان باغونه هم په همدغه سیسټم اوبه کېږي.»
هغه چې دوه کاله کېږي چې د ځمکو اوبولو لپاره له دغه سیسټمه ګټه اخلي زیاته کړه، په لومړیو کې څو محدودو کروندګرو دغه سیسټم پیل کړی و خو اوس ډېری کروندګرو دغه کار ته مخه کړې ده.
هغه کروندګر چې لا هم خپلې ځمکې په دودیز ډول اوبه کوي
په کنګ ولسوالۍ کې یو کروندګر محمدشریف چې لا هم په دودیز بڼه ځمکې اوبه کوي وايي، سږ کال یې ۳۰۰ جریب ځمکه کرلې خو د وچکالۍ او اوبو رسولو کې د ځنډ له امله یې ډېر زحمتونه ضایع شوي دي.
هغه وویل: «د کب میاشتې اوبه راورسېدې، باید اوبه یې په مرغومي میاشت کې په لشکري نهر کې خوشې کړې وای، خو خوشې یې نه کړې، درې برخې کروندې مو وچې شوې.»
یاد کروندګر هم پرېکړه کړې چې وروسته له دې د خپلو ځمکو اوبه کولو لپاره له څاڅکي سیسټمه ګټه واخلي خو له دغه سیسټم سره د نه بلدتیا او مالي ستونزو له امله د دې توان نه لري دغه سیسټم ولګوي.
هغه چې د اسلامي امارت او د مرستهکوونکو ارګانونو د مرستو غوښتونکی دی، زیاته کړه: «که دولت مو ملاتړ وکړي، د نیمروز کرنه بیاځلي وده کوي، دغه ولایت کولای شي د کرنیزو محصولاتو له اړخه ځان بسیاينې ته ورسېږي.»
خو دا یوازې محمدشریف نه دی چې د مرستې غوښتنه کوي، بلکې یو شمېر نورو کروندګرو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
حاجي میرحمزه د نیمروز یو بل کروندګر دی چې له وچکالۍ شکایت کوي او وايي، پنځه کاله کېږي له ځمکو یې حاصل نه دی ترلاسه کړی، هر څه زېرمه یې چې درلوده، لګولې یې ده او د څاڅکي سیسټم لګولو وس هم نه لري.
هغه وايي: «که د اوبولګولو د څاڅکي سیسټم تطبیق شي، زیان کمېږي، موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، نیمروز کې کرنه باید وژغورل شي، وچکالي زموږ لپاره لوی ګواښ دی.»
د کرنیزو چارو پوهان: د څاڅکي سیسټم دودول په نیمروز کې د کرنې راژوندۍ کېدو او ودې برخه کې اړین ګام دی
د کرنیزو چارو پوه فاروق شریفي د څاڅکي سیسټم مډرن او پرمختللی سیسټم بولي چې د اوبو په مصرف کې د پام وړ کموالی راولي.
هغه وویل: «د څاڅکي سیسټم د اوبوکولو یو مډرن او غوره سیسټم دی چې د اوبو د مصرف اندازه ټیټوي او په کرونده کې د ۶۰ سلنه اوبو ضایع کېدو مخه نیسي.»
هغه د نیمروز شرایطو ته په اشاره وايي: «نیمروز ثابتې او دایمي اوبه نه لري او د ځمکې لاندې اوبه یې تروې او تیزابي دي، د دغه سیستم له لارې د اوبو ضایع کېدو مخه نیولای شو.»
هغه پر دې باور دی چې د څاڅکي سیسټم دودېدل په نیمروز او نورو هغو سیمو کې چې د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي، د کرنې او ځان بسیاینې ته د رسېدنې برخه کې یو اړین ګام ثابتېدلای شي.
د نیمروز د کرنې ریاست
دغهراز، د نيمروز د کرنې رياست د کرنيز ترویج مدير اسدالله صافی پر دې باور دی چې د اوبولګولو څاڅکي سیسټم د پالېزي محصولاتو او نورو بېلابېلو بوټو د کښت برخه کې ښه پايله لرلای شي.
خو هغه وویل، تر اوسه هیڅ بنسټ یا مرستندویې موسسې په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه په دې برخه کې د هيڅ بنسټ له لوري عملي ګام نه دی پورته شوی؛ ځکه دغه کار ډېرې بودجې او اوږمهاله پلان ته اړتیا لري.»
د اسدالله په وینا، د لکري، سبزګزي او نوکجو او قلعه فتح سیمو کې شاوخوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ هکتار ځمکه د څاڅکي اوبو په سیسټم مجهزه شوې ده.
هغه وايي، په هر هکتار ځمکه کې د دغه سیسټم لګولو لګښت له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانۍ دی.
نوموړي زیاته کړه: «یاده پروژه مې څو ځلې د کرنې وزارت ته وړاندې کړې خو تر اوسه هيڅ پرمختګ نه دی پهکې شوی.»
د هغه په باور، که وزارت مو ملاتړ وکړي، دغه سیسټم په نیمروز کې په پراخ ډول عملي کېدای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP