ژبه

ای‌او‌اېم: له ایرانه د افغان کډوالو بې‌ساري راستنېدل د نړۍ قوي او بېړني غبرګون ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د یوه راپور په خپرولو له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدو کې د بې‌ساري زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دغه په راپور کې راغلي چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدماتي چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

ورته مهال، د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې امي پاپ د دغه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې کورنۍ یوازې له خپلو اغوستو جامو سره هېواد ته راځي او خوړو، روغتیایي پاملرنې او ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا لري.

هغې څرګنده کړې: «له ایرانه د پراخې ستنېدنې دغه بهیر چې له پاکستانه له ډېرې راستنېدنې لږ وروسته پیلېږي، د پخوا په نسبت ‎د مرستو رسولو پر سیسټم ډېر فشار راوړي. کورنۍ یوازې له خپلو اغوستو جامو سره تش لاس او ستړي راستنېږي چې خوړو، روغتیايي پاملرنې او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري، د راستنېدونکو کچه ډېره د اندېښنې وړ ده او یوه قوي او بېړي نړۍوال غبرګون ته اړتیا لري؛ افغانستان نه‌ شي کولای په یوزاې ځان دغو ستونزو ته ورسېږي.»

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د جون په ۲۵مه یې څه باندې ۲۸ زره کسان ثبت کړي چې افغانستان ته راستانه شوي دي.

پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم له ایرانه د افغان کډوالو په راستنېدو کې د بې‌ساري زیاتوالي خبرداری ورکړی و او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي وو څو د هغوی ستونزو ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

دغه سازمان ویلي، په پراخه کچه د کډوالو راستنېدل کولای شي د افغانستان نازک وضعیت نور هم بې‌ثباته کړي، په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزې او بی‌کاري د دغو کډوالو پر وړاندې لویې ننګونې یادېږي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دي.

ورته موضوع