کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ارزوګان په چنارتو ولسوالۍ کې د «شفلوغ بند» جوړولو چارې د څه باندې ۱۶۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند جوړولو پروژې چارې د ۱۶۵،۹ میلیون افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې.
یاد وزارت ویلي: «شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ مترو په سور جوړېږي چې د ۸ سوه، ۵۴ زره او ۱۰۶ متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا به ولري او ۲۵۹ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.»
د یاد بند جوړولو چارو د پیل په تړاو جوړې شوې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور ویلي چې د شفلوغ بند د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه جوړېږي.
هغه زیاته کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري چې په اروزګان کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړې.
په یاده غونډه کې د اروزګان والي مولوي عنایت الله شجاع ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې دولت او ملت دواړه یو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړي او هېواد د ابادۍ او ځان بسیاینې لور ته بوځي.
بلخوا، د ملي پراختیا شرکت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل د یاد بند د چارو د پیل مراسمو کې ویلي، د حکومتي چارواکو دنده دا ده چې خپلو ولسونو ته په هره برخه کې خدمت وکړي او هغوی ته سوکالي ور په برخه کړي.
نوموړي زیاته کړې، د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي، څو ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
د هغه په خبره، یاده پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې کېږي او مالي تمویل یې د اوبو او انرژۍ وزارت پر غاړه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP