Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت ټول نظامي مسوولین او منسوبين د یونیفورم په کارولو مکلف شول

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت ټول نظامي مسوولین او منسوبين مکلف دي چې د دندې پر مهال يونیفورم ولري.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، له هغه ځایه چې د کورنیو چارو وزارت اساسي دندې د امنیت نیول، د قانون ټینګښت او له جرمونو سره مبارزه ده، نو پر دې اساس د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د دغه وزارت د سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له منظور شوي یونیفورمه ګټه واخلي.

یاد وزارت لیکلي چې دغه کار به د پولیسو په پېژندګلوۍ کې د خلکو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال تر ډېره پولیس یونیفورم کاروي، خو ځیني یې د دندې پر مهال شخصی جامې اغوندي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.