Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په سپارښتنه د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او د شپږ ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سایټونه په هغو سیمو کې جوړیږي چې اوسېدونکي یې دا مهال له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه، د یادو سایټونو د عملي جوړېدو په موخه سروې شوې او د مخابراتو ریاست په همغږۍ به یاد سایټونه جوړ او پرانيستل شي.

د والي ویاند له مخابراتي کمپينو وغوښتل چې ولس ته د ټيلېفون او انټرنېټ برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړي.

بلخوا، د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکې احمدساجد پژواک ته وویل، د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د مخابراتو وزارت له لوري له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو بې‌برخو سیمو کې نوي سایټونه جوړیږي خو نوموړی ټینګار کوي چې مخابراتي کمپنۍ دې ولس ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر لوګر ته د یوه سفر په پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې به ۴۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.