Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او قزاق چارواکي د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو غږېدلي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین له خپل قزاقي سیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني حمل و نقل، ترانسپورټي اړیکو او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د ځمکني ترانسپورټ معین ملا عبدالسلام حیدري په کابل کې د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له مرستیال کالیا کپاروف سره لیدنه کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني حمل او نقل هوکړه‌ليک او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو په اړه خبرې اترې وکړې.

حیدري په یاده لیدنه کې له قزاقستان سره د ترانسپورټي اړیکو پراختیا او ځمکنی ترانسپورټ د نړۍوالو او سیمه‌ییزو مرستو د پراختیا ستراتیژۍ اړینه برخه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د یاد هوکړه‌لیک پلي کېدل به د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال هم له افغانستان سره د ترانسپورټ برخه کې د اړیکو پراختیا برخه کې پر خپلو مرستو ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.