Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): هرات کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.

د هرات د پوهنې رییس مولوي رحمت‌الله جابر وايي چې دغه پروژې د دغه ولایت د پوهنې ادارې د یوه همکار بنسټ په مرسته د څه باندې ۱۵ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت عملي کېږي.

هغه زیاته کړه چې د هرات په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو ودانۍ ترمیم او احاطوي دېوالونو یې جوړېږي.

نوموړي وویل، دغه ریاست ژمن دی چې د ښوونځیو ترمیماتي اړتیاوې د همکارو بنسټونو په مرسته پوره کړي او پیل شوې پروژې به د پوهنې وزارت له معیارونو سره سم تطبیق شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.