Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د کونګ‌فو غوراوي سیالۍ ترسره شوې

اېبک (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): سمنګان کې ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز او حضرت‌سلطان ولسوالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

د سمنګان د بدني روزنې او ورزش امریت مربی تاج‌محمد خداداد وویل چې د کونګ‌فو په دغه پړاو سیالیو کې د دغه ولایت د مرکز ایبک او حضرت‌سلطان ولسوالۍ څځه ۵۰ ورزشکارانو له یو بل سره مبارزه ترسره کړه.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالو په پای کې د «قهرمانان» کلپ ورزشکاران بریالي شول چې د اتلولۍ مقام خپل کړي او دغه‌راز د «ستاره رزم» او «حضرت سلطان» کلپونو ورزشکاران وتوانېدل چې په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه تر لاسه کړي.

هغه د یادو سیالو د ترسره کولو موخه د کانګ‌فوز وده او له نشه‌یي توکو څخه د ځوانانو لرې ساتل وبلل.

بلخوا، د یادو سیالیو ګډون‌کوونکو د دا ډول سیالو ترسره کول یو هیله بښوونکی ګام وباله او له ورزشي مسوولینو یې وغوښتل څو د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشکارانو لپاره لا ډېرې او غوره زمینې برابره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.