کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې، له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هر مشکل د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي او ورسره راغلي پلاوي سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، حقاني د ستونزو د حل کیلي اعتماد وباله او زیاته یې کړه، چې هر مشکل د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
هغه دغه راز له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او اړینو اسانتیاوو د برابرولو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه یو چې ډېر نور مشترکات لرو؛ زموږ د ښه تعامل لپاره ډېر دلایل موجود دي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امنیت او نشهيي توکو پر ضد مبارزې په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.
نوموړي ویلي، سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او ژمنه یې کړې، چې د ستونزو په حل کې به په ګډه کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP