کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې د ځینو توکو تعرفې ۵۵ سلنه رالوېږي.
اسلاماباد ښار کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون لاسلیک شو.
سرچینه زیاتوي چې د دغه تړون له مخې به د افغانستان له لوري پاکستان ته د انګورو، انارو، مڼو او رومیانو او د پاکستان له لوري د ام، کېنو، کیلې او کچالو تعرفې له شاوخوا ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته راټیټې شي.
په خبرپانه کې راغلي چې دغه یو کلن تړون چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پلی کېږي، راتلونکي کې د تمدید وړ دی او نور اقلام هم په کې زیاتېدلی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP