میمنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د میمنی – اندخوی پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د میمنې – اندخوی پر لویه لار یو کرولا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د اندخوی روغتون مسوول ډاکتر سنجر عمر وايي چې د پېښې له ځایه د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جسد او د دوو سړو او څلورو ښځو په ګډون شپږ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP