Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ ۱۵ سړې خونې جوړېږي

کندهار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان (FAO) د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړوي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په خاکرېز او ژېړۍ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د بشري خیریه موسسې (OHW) په تخنیکي همکارۍ د ۱۵ صفر انرژۍ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې دي.

هغه وایي، دغه سړې خونې د کرنې ریاست په همغږۍ جوړېږي چې د کوچنۍ او متوسطې کچې بزګران به ترې ګټه اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې یادې سړې خونې د سیمې اقلیمي شرایطو، د برېښنا نشتوالي او سیمه‌ییزو امکاناتو ته په پام ډیزاین شوې څو بزګران وکولای شي خپل حاصلات، په ځانګړي ډول پياز د خرابېدو له خطره وژغوري او تر ډېرو ورځو یې وساتي.

نوموړی وایي، د دغو سړو خونو جوړولو ټول لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره ا+مریکایي ډالرو ته رسېږي.

د کندهار د کرنې د رییس په وینا، له یاد شمېر سړو خونو لس په خاکرېز او پنځه نورې په ژېړۍ ولسوالۍ کې جوړېږي چې هره یوه به یې د شاوخوا ۲۰ مټریک ټنه حاصلاتو ځایولو ظرفیت ولري.

حقمل وویل چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې په یو شمېر ولسوالیو کې د بزګرانو د ملاتړ لپاره پراخې هڅې پیل کړې څو هغوی ته د حاصلاتو ساتلو، مدیریت او بازارموندنې برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.