Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

چاریکار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي،  لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو عراده ډاټسن موټر د ولسوالۍ پر لارې له سرک څخه منحرف او سیند ته ولوېد.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دوهمه پېښه د مازدیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د اولنګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو پاسو ډوله موټر له جنوب څخه شمال ته روان و او له مقابل لوري څخه د اوړو بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

امنیه قوماندانۍ لیکلي، په دې پېښه کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.

خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو پیښو قربانیان د اړوندو مسؤلینو له‌خوا سیمهییز روغتون ته انتقال شوي او د پېښو په تړاو څېړنې روانې دي.

         

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.