Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: له ايرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو راستنېدو په پولو کې پر سرچینو او لومړنیو خدمتونو فشار راوړی

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په يوه تازه راپور کې ویلي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ایرانه څه باندې ۷۱۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دغو کډوالو ۷۰ سلنه يې جبري ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د بشري وضعيت په خپل راپور کې چې پرون (د جولای ۳۱مه) خپور شوی، ليکلي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۲۹مې په ټوله کې ۷۱۴۵۷۲ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د هغوی په منځ کې څه باندې ۲۵۶ زره یوازې د په جون مياشت کې ستانه شوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، ۹۹ سلنه راستنو شوو د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او ۷۰ سلنه يې د ایران له لوري جبري راايستل شوي دي.

یونیسف زياته کړې چې په وروستيو مياشتو کې د تېر په خلاف چې ډېری به مجرد نارینه راګرځېدل، اوس کورنۍ هم د راايستلو په حال کې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې په بې‌ساره توګه دغه راستنېدنې د افغانستان په پولو کې پر سرچينو او لومړنیو خدمتونو سخت فشار وارد کړی او د مالي سرچینو سخت کمښت د مرسته‌کوونکو بنسټونو توانايي له خنډ سره مخ کړي دي.

یونيسف دغه‌راز زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسان د ۱۲ میلیون ماشومانو په ګډون چې د دغو وګړو له نيمايي ډېر جمعیت تشکیلوي، بشري مرستو ته اړتيا لري.

یاد راپور کې راغلي چې روان کال کې به له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۸۵۷ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتيا ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.