خوستښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله دوو کسانو ژوند لاسه ورکړی، لسګونه کورونه ویجاړ او زیانمن شوي او سېلابځپلې کورنۍ بیا د مرستو غوښتنه کوي.
د خوست د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رييس مولوي دوستمحمد هلال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ماښام مهال په خوست ښار کې سېلابونه راووتل چې له امله یې ۶۰ کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو سېلابونو په پايله کې د يوې کورنۍ دوو کسانو چې یو ماشوم او یوه مېرمن دي، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلال په خبره، په ځينو ولسواليو کې د تېز باد او ږلۍ له امله فصلونه او موټر زیانمن شوي، یو شمېر څاروي له منځه تللي دي.
هغه وايي چې سروې یې پيل کړې او هڅه يې دا ده چې ټولو زيانمنو کورنيو ته اړينې مرستې ورسوي.
په همدې حال کې د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرې ورځې د تېز توپاني باران او سېلابونو د ځاني تلفانو سربېره ګڼ مالي زيانونه هم وراړولي دي.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي عبدالصمد پژواک ته وويل چې د سېلاب اوبه يې په کور ورختلې دي چې له امله يې د کور ټول لوښي او لوازم له منځه تللي دي.
هغه له اړوند حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې له دوی سره د لومړنيو توکو مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «دا زموږ کور دی، هر څه ګډوډ دي، د سېلاب اوبه په کوټو راننوتلې دي، هر څه يې د باندې راباسلي. زموږ غوښتنه دا ده چې د اوسېدوو لپاره د اړينو توکو مرسته راسره وکړي، ټوله شپه مو په ولاړه تېره کړې.»
محمدنسيم د خوست ښار يو بل اوسېدونکی دی چې د کورنۍ دوه غړي يې د تېرې ورځې باران او سېلابونو کې له لاسه ورکړي دي.
هغه پژواک ته وويل، دوی ډېره هڅه وکړه چې د اوبو مخه ونيسي خو دا چې اوبه زياتې وې نو د کور دېوالونه يې ور ړنګ کړل او سېلاب يې په کور ورغی.
هغه وايي: «دغه هلک او ښځه د کور به تلخونه کې وو، غوښتل يې سامان پاس راجګ کړي چې په دې وخت کې د کور دېوال ړنګ او د سېلاب اوبه تلخونې ورغلې او هغوی هلته بند پاتې شول چې بالاخره ژوند يې له لاسه ورکړ.»
په همدې حال کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوبشاه قانت نن په اداري غونډه کې ويلي چې د یادو ورښتونو له امله د زیانمن شوو خلکو سروې روانه ده چې په منظم ډول به ثبت او دقیق شي او له هغه وروسته به په لنډو ورځو کې ورسره وړ او لازمه همکاري هم وشي.
نوموړي له موسسو او خيریه ادرسونو هم غوښتي چې له یادو هېوادوالو سره د همکارۍ په موخه دې خپلې مرستې نه سپموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP