کابل (پژواک، ۱۷زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیل د غزې ښار د کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده خو د اسرائیل د اپوزیسیون مشر ویلي چې د غزې نیول «یوه داسې فاجعه ده چې نورې فاجعې به وزیږوي.»
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د اسرائیل سیاسي ـ امنیتي کابینې د جمعې په سهار د غزې ښار د کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړه.
په راپور کې راغلي، اسرائیل په داسې حال کې په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو پراخولو ته دوام ورکوي چې د نږدې دوو کلونو اوږدې او ویجاړوونکې جګړې په اړه لا هم سختې کورنۍ او نړۍوالې نیوکې روانې دي.
د اسرائیل د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: «د اسرائیل پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې بشري مرستې به د جګړې له سیمو د باندې ملکي وګړو ته وړاندې شي.»
تر دې وړاندې د اسرائیل لومړي وزیر د خپلې امنیتي کابینې په غونډه کې ویلي و چې غواړي د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي خو «نه غواړي چې ویې ساتي.»
په همدې مهال، د بيبيسي په یوه راپور کې راغلي چې د اسرائیل د اپوزیسیون مشر ویلي چې د غزې ښار د نیولو په اړه د امنیتي کابینې پرېکړه «یوه داسې فاجعه» ده چې «نورې فاجعې به وزېږوي.»
د اسرائیل د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید وايي د غزې ښار نیول به د پاتې بندیانو د مړینې او د ډېرو نورو اسرائیلي سرتېرو د وژل کېدو لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP