غزنيښار (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال «B» لیګ سیالۍ پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې سیالیو کې ګډونکوونکې لوبډلې په بېلابېلو ګروپونو کې لوبې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې دا سیالۍ به شاوخوا یوه نیمه میاشت دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د قهرمانۍ لپاره سیالي کوي او د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سنایي غزنوي فوټسال لوبډلې له افغان نوین لوبډلې سره لوبه وکړه چې په پایله کې سنایي غزنوي لوبډلې ۷-۲ بریا خپله کړه.
د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ د کال د غوره فوټسال ټیم پېژندنې په موخه پیل شوې دي.
ورته مهال، د یادو سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په دغه ولایت کې د «بي» لیګ فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د سیالیو یوه ګډونوال ارین پژواک ته وویل، ورته سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو ترمنځ تجربې پياوړې کړي او غوښتنه کوي چې ورزشکارانو ته دې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP