Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تکواندو ازادې نړۍوالې سیالۍ؛ محسن رضایي خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه

ابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې د هېواد ملي لوبغاړي محسن رضایي د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لاره ومونده.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، محسن رضایي خپل قزاقستانی سیال وکټور په پرله‌پسې ډول په دوو رونډونو کې مات کړ او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لار پیدا کړه.

د تکواندو نړۍوالې ازادې سیالۍ نن د قزاقستان په کوربه‌توب پیل شوې چې له افغانستانه ۱۳ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې ګډون کړی دی.

د یادونې ده، د لویانو کټګورۍ سیالۍ نن ترسره کېږي او د تنکیو ځوانانو لوبې به سبا ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.