کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، د فراه له ۷۸ میل بندر څخه یې ۵۲ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د فراه د ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال ۵۲ ټنه بېکیفیته نبشي ډول اوسپنه بېرته ایران ته وګرځوله.
د سټنډرډ ملي ادارې لیکلي چې د وارداتي توکو کنټرول او د کیفیت تثبیت د دې ادارې له لومړیتوبونو دی او هيڅ ډول بېکیفیته توکو ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد بازار ته دننه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP