Language

خوست کې د نهو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خوست ښار ( پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د خوست په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت ۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

یادې پروژې چې د اوبو ذخیروي بندونه، سربندونه، استنادي دېوالونه او د اوبو د کانالونو جوړول په‌کې شامل دي، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ پلي شوې دي.

د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا رييس مولوي عنایت الرحمن جلالي د دغو پروژو د پرانېستې پرمهال وويل چې یادې پروژې به د خلکو د ژوند د ښه‌والي ترڅنګ په د سیمه‌ییز اقتصاد او کرنې کې مهم رول ولري.

نوموړي زیاته کړه چې له دغو پروژو نږدې ۱۳۱۲ کورنۍ په مستقیم ډول برخمنې شوې او دغه راز سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.