کندوز (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د کندوز امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې بهرنيو ګرځندویانو ته یې مزاحمت کړی و.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترورېزم پر وړاندې د دې قوماندانۍ د مدیریت ځواکونو هغه کس نیولی چې بهرنيو ګرځندویانو ته یې مزاحمت کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس وروسته له هغه ونیول شو چې د مزاحمت وېډیو یې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس پهلاس کېده.
سرچینه وايي: «نیول شوي کس په خپل ترسره کړي اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له خپل کاره پېښمانه دی او خپل دغه عمل د ناپوهۍ له امله بولي.»
سرچینې ټینګار کړی چې د ملي ارزښتونو او د خلکو د عزت ساتنه او د بهرنیو میلمنو درناوی د دې قوماندانۍ له اساسي دندو دي او هر هغه څوک چې د عامه نظم او امنیت پر ضد عمل وکړي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
امنیه قوماندانۍ خلکو ته ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو د ژوند، مال او عزت د امنیت د تأمین لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیچا ته به اجازه ورنهکړل شي چې د ټولنې خوندي او باعزته فضا ګډوډه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP