Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د باباجي تاریخي جومات د بیارغونې چارې بشپړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام‌بندۍ چارې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق‌الله عزیزي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د باباجي جومات په افغانستان کې د اسلام له راتلو وروسته د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په وخت کې جوړ شوی چې تاریخي مخینه یې شاوخوا ۱۴سوه کلونو ته رسېږي او په وینا یې چې یاد جومات په دغه ولایت کې د مسلمانانو لومړی جومات ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، د کلونو په تېرېدو دغه تاریخي جومات د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی و.

د نوموړي په خبره، وزارت له خبرېدو سره سم د اغاخان بنسټ په همکارۍ د یاد جومات رغولو ته جدي پاملرنه وکړه او د خونديتوب لپاره یې ژر اقدام وکړ.

غزني کې د اغاخان فرهنګي بنسټ مشر انجنیر فضل‌کریم احمدي وویل، په دغه ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام‌بندۍ چارې د دوی له لوري د شاوخوا ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړي او نن یې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپاره.

هغه زیاته کړه، د دغه دوه پوړیز جومات پر بیارغونه ۱۵۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.

د سیمي یوه قومي مخور عبدالواحد پژواک ته وویل، د دغه جومات ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ وه، چې د حکومت او اغاخان فرهنګي بنسټ په ځانګړې پاملرنه بیاورغول شو.

دی غوښتنه کوي چې حکومت او نور فرهنګي بنسټونه دې د غزني تاریخي ابداتو ته پاملرنه وکړي، څو له تخریبېدو خوندي شي.

د یادونې ده، غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو دی چې ډېرې تاریخي ابدې په‌کې دي، د دغو ابدو یو شمېر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو د پلازمېني په توګه ونومول شو، رغول شوې او ځینې نورې یې لا هم جدي بیارغونې ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.