غزنيښار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۲ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر لس ورځنۍ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش مسوول بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د اړوند فدراسیون په همکارۍ او د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ترسره شوې چې پهکې د غزني له بېلابېلو کلبونو ۴۲ لوبغاړو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه، په پای کې رحمتالله لومړی، احسانالله دویم، عبدالله درېیم او قدوس څلورم مقامونه خپل کړل.

د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د ځوانانو هڅولو او سنوکر لوبې ته د ودې ورکولو په موخه جوړې شوې وې.

بل لور ته، د سنوکر لوبې لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د یادې لوبې یوه لوبغاړي پیرمحمد پژواک ته وویل: «د دې سیالۍ مینهوال ډېر دي، اړینه ده چې د لوبو لپاره ورته امکانات برابر شي او هم د هېواد په کچه د ګډون زمینه ورته برابره شي، څو وتوانېږي لوبي وکړي.»

د یادونې ده، د دغو سیالیو د پای مراسمو کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شول.