کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې د «څراغ» په نوم یوې نوې سیمهییزې راډیو خپرونې پیل کړې.
د یادې راډیو مسوول حیاتخان همت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دې راډیو کې به سیاسي، خبري، اسلامي، فرهنګي او تعلیمي خپرونې وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه، هڅه به وکړي د مسلکي کسانو پر مټ باکیفیته او معیاري خپرونې ولري.
د کندهار فرهنګپال ظاهرجان څرک هم وویل، راډیو په ټولنه کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه تر ډېره په کورونو کې اورېدل کېږي نو باید دا نوې راډیو هم د خلکو په منځ کې خپل ځای پیدا کړي.
ورته مهال، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عابد اغا د څراغ راډیو پرانیسته یو مثبت ګام وباله او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
هغه ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو ملاتړ کوي او په وینا یې، ازادې رسنۍ کولای شي د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې فعالیت وکړي څو د ټولنې لپاره ګټورې ثابتې شي.
د یادونې ده، دا مهال په کندهار ولایت کې ۱۲ خصوصي رسنۍ فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP