ژبه

برېتانیا د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې له ځانګړې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري زلزله‌ځپلو ته ووېشل شي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د ګړو صندوق (یواېن‌اېف‌پي‌ای) او سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای‌اېف‌ار‌سي) ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي څو په زیانمنو سیمو کې خلکو ته حیاتي روغتیايي مراقبتونه او بېړنۍ مرستې برابر کړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله واقعاً دردوونکې پېښه ده.

هغه ویلي: «برېتانیا اوس هم د افغانستان خلکو ته ژمنه ده او دغه بېړنۍ بودجه زموږ له شریکانو سره مرسته کوي څو زیان‌لیدونکو ته حیاتي روغتیايي او بېړني خدمات وړاندې کړي.»

د یادولو ده، وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د هېواد یو شمېر ولایتونه ولړزول چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې په کونړ ولایت کې اړولي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د وړمې شپې زلزلې له امله د کونړ په نورګل (مزار دره)، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره ولسوالیو او نورو سیمو کې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی.