غزنيښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني د والي ویاند، مولوي عزت الله سعیدي، د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه سړک ۳٫۲ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سورلري چې د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار له عمومي سړک څخه د مستوفي تر بازار پورې رسیږي او د شاوخوا ۳۷میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ او قیر شي.
د نوموړي په وینا، د لګښت پوره کول د ټولګټو چارو وزارت له ځانګړې بودیجې څخه کېږي.
سعیدي زیاته کړه چې د یاد سړک چارې به په دوه نیمو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ده وویل، په دې پروژه کې به هره ورځ سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د سیمې یو قومي مشر، موسی سعادت، پژواک ته وویل چې دغه سړک د خلکو لپاره ډېر مهم و، ځکه هره ورځ زرګونه کسان او دنورالمدارس فاروقي مدرسې زدهکوونکي پرې تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP