Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په پنځو پوهنتونونو کې اته د ماسټرۍ او څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې په پنځو پوهنتونونو کې اته د ماسټرۍ او څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې او دغه‌راز په بېلابېلو پوهنتونونو کې پنځه نوي پوهنځي او ۳۱ ډیپارټمنټونه پرانيستل شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده‌کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت د وزیر شیخ نداءمحمد ندیم په مشرۍ چې د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معینانو، د مرکزي پوهنتونونو د رهبري پلاوي او د خصوصي پوهنتونونو استازو په ګډون درلود، ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو عالي شورا د پرېکړې له مخې، د کابل، ښوونې او روزنې او افغان نړۍوال اسلامي پوهنتونونو کې د تطبیقي ریاضي، انجنیري، سافټ‌ویر او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې دي.

دغه راز، د کابل، افغان نړۍوال اسلامي، کندهار او جهان خصوصي پوهنتونونو کې د ایکالوژي، انجنیري سافت‌ویر، مصنوعي ځیرکتیا، ترانسپورټېشن انجنیري، د اوبو هراړخیز مدیریت، اداره او تجارت، د جزا او جرم د حقوقو پېژندنې او معلوماتي ټکنالوجۍ برخو کې اته د ماسټرۍ برنامې رامنځته شوې دي.

دغه راز، په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو پنځه نوي پوهنځي او ۳۱ څانګې هم رامنځته شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شورا د ناستې په پیل کې د لوړو زده‌کړو وزیر وویل چې دغه وزارت د امارتي او خصوصي پوهنتونونو پرمختګ، معیاري کېدو، ملاتړ او ارتقا ته ژمن دی.

هغه د لوړو زده‌کړو عالي شورا د دغه وزارت د مهمو پرېکړو تر ټولو لویه مرجع یاده کړې او ویلي یې دي: «دې شورا ته ټول وړاندې شوي موارد د ټولنې له اړتیا سره سم او د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت ټولو اصولو، معیارونو او کیفیت له په پام کې نیولو وروسته راغلي او د ایجاد ټول شرایط یې پوره کړي دي.»

شیخ ندیم زیاته کړې چې دغه وزارت د ا.ا له حاکمیت وروسته په کور دننه د لوړو زده‌کړو پرمختګ او پراختیا په موخه په طبیعي او ټولنیزو علومو کې شاوخوا ۱۰۰ د ماسټرۍ او څه باندې ۳۰ د دوکتورا نوې برنامې ایجاد کړې چې په کمپیوټرساینس، انجنیري، طب، کرنې او نور برخو کې دي.

د هغه په وینا، لا هم هڅه کېږي چې د افغان ځوانانو او هېواد اړتیاوو پوره کېدو او ځان بسیاینې لپاره د فوق‌ لیسانس برنامې ایجاد شي چې د دغو برنامو پر مخ وړلو لپاره د داخلي استادانو ترڅنګ په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګومارل کېږي او دا لړۍ روانه ده.

نوموړي وویل: «له فتحې وروسته لله‌الحمد په تېرو څلورو کلونو کې ډېر اصلاحات راغلي، کیفیت لوړ شوی او معیارونه تطبیق شوي دي.»

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زده‌کړو عالي شورا له لوري په امارتي پوهنتونونو کې څلور د دوکتورا، په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې اته د ماسټري برنامې او په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې پنځه نوې پوهنځي او دغه راز د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو په موجودو پوهنځیو کې ۳۱ نوې څانګې رامنځته شوې دي.

سرچینه وایي چې د لوړو زده‌کړو عالي شورا د ریاست‌الوزراء مقام په حکم جوړه شوې چې د دغه وزارت اړوند د پوهنځیو، برنامو او څانګو ایجاد، لغوې او نورو مهمو پرېکړو مرجع ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.