Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې پیل شوې

پاراخ (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې پیل شوې دي.

د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو چارې د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP)  له لوري تمویلیږي او «د افغانستان راتلونکو نسلونو» موسسې (FGA)  له لوري پلې کیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو پروژو کې د کلیو سړکونو، پلونو، استنادي دیوالونو، چک‌ډیمونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي او د زیربنایي ګټو سربېره یې شاوخوا زر تنه ځايي اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابروي.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د یاد پروګرام په چوکاټ کې ځینې فعالیتونه لکه د حیواني محصولاتو پروسس، د اوزو وېش او کرنیزو مرستو وړاندې کول هم شامل دي.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم ډاډ ورکړی چې دغه ولایت ته د لا ډېرو پروژو د جذب لپاره به د اسلامي امارت هڅې دوام ولري. د هغه په وینا، اوسمهال د پنجشېر په پریان او درې ولسوالیو کې ۶۰ پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.