چاریکار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): د پروان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د پروان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد عالم رهبر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دا دښمني له ۱۳ کالو مخکې د شینوارو ولسوالۍ په یوه خیښي کې د ناوړه رواجونو له امله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د دواړو کورنیو یو یو تن ټپي شوی او دوه تنه زنداني شوي وو.
هغه وویل، د دغه ریاست د هڅو او منځګړتوب له برکته، دواړه خواوې یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل، یو بل یې وبښل، او د تېرې دښمنۍ له امله یې خپله پښیماني څرګنده کړه.
دی وایي، همدارنګه، له بند څخه هغه دوه تنه هم آزاد شول چې د شخړې له امله بندیان شوي وو.
د ده په خبره، دواړو کورنیو د دې پرېکړې هرکلی وکړ، د اسلامي امارت له مشرانو او د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه او دا یې د سولې، ثبات او ټولنیز یووالي په لور یو مهم او نېک ګام وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP