Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې په یوه ناسته کې د انساني قاچاق او ناوړه دودونو پر مخنيوي ټينګار وشو

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): کابل کې په یوه ناسته کې د انساني قاچاق او ناوړه دودونو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر پلي کېدو د ټينګار وشو.

انساني قاچاق په فرمان کې بېلابېلې ادارې مکلفې شوي چې د انساني قاچاق او د ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي تدبیرون جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک خبر کړي.

دغه راز په فرمان کې د کورنيو چارو وزارت مکلف شوی چې هغه انساني قاچاقبرن چې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په تېره ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لېږي، تعقیب، تثبیت او ونيسي.

په یاد فرمان کې نظامې محکمې نه غوښتل چې د انساني قاچاقبران لومړي په یو کال بند، په دويم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېيم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.

دغه راز د ناوړه دودونونو فرمان، د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همداراز له حج او عمرې څخه د راستندو پر مهال د نورو ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي نن په کابل کې د انساني قاچاق او ناوړه دودونو د مخنيوي په اړه د مشرتابه د فرمانونو په اړه د رسنيو له استازو او سياسي کارپوهانو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل چې هغه مهال په یوه ټولنه کې اصلاح راتلای شي چې کس اصلاح له خپله ځانه پیل کړي.

هغه وویل: «دغه قوانین یا دغه اصلاحات د ټولو لپاره دي، هم د حکومتي مسوولین لپاره دي، هم د ولس او رعيت لپاره دي؛ تر هر څه وړاندې باید هغه کسان چې د دولت په اډانه کې کار کوي ... دوی بايد هڅه او کوښښ وکړي چې هم په خپله د دې شيانو څخه ډډه وکړي او نور خلک دې ته وهڅوي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوی عبدالحق حماد همدوویل، دا ناسته له هغو کسانو [خبریالان او د رسنيو استازي] سره ده چې د تولنې اذهان د دوی په لاس کې او کولای شي په ښه ډول خپل رسالت اداء کړي.

هغه وویل، دا چې خبریالانو او د رسنيو استازي په یو حساس او ډېر مهم ځای کې قرار لرئ نو د دوی له لارې ټول قوانين او فرامين په داسې ډول تر ولسه په ښه ډول رسول کېدای شي کوم چې اصلي حقیقتونه دي.

حماد په دې اړه له رسنیو، د چارو له شنونکو وغوښتل چې دا قوانين او فرامين چې د ټولنې اصلاح او پرمختګ په کې نغښتی په ښه ډول تر ولس او خلکو ورسوي.

د طلوع‌نیوز پخواني مشر ذبيح‌الله سادات په دې ناسته کې وویل چې انساني قاچاق او ناوړه دودونه هغه ناسم دودونه چې له وخت، انساني او ديني ارزښتونو هېڅ سر نه خوري، نو اړينه ده چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارو ته زور ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «یوه ځواکمنه وسیله شته چې هغه رسنۍ ده، رسنۍ کولای شي تیارې رڼا کړي چې چې لسیزې، لسیزې کېږي چې زموږ او ستاسو په ټولنه کې ريښي ځغلولي.»

سياسي شنونکی امان الله هوتکي په نننۍ ناسته کې وویل«حکومتونه همېشه قوانين جوړوي او پر غریب یې تطبیقوي، پر بې‌چاره یې تطبیقوي؛ زما پېشنهاد ورته دا دی چې دا قوانين باید بې‌طرفه وي، قوانين باید پر خان هم تطبیق شي، پر دولتي هم تطبیق شي او پر پيسه‌والا هم تطبیق شي.»

ده زیاته کړه، ټول افغانان باید د هغو ناسمو رواجونه او ناوړه دودونو په اړه چې په ټولنه کې یې ناخوالې رامنځته کړي، مسوولیت لري چې د مخنيوي لپاره باید کار وکړي څو دغه ناوړه دودونه له ټولنې لرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.