Language

غور کې د غلا په تور درې کسان نیول شوي

فیروزکوه (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د غور ځايي مسوولین د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار او چهارسدې ولسوالۍ کې د غلا په تور د درېیو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمان بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوه غله چې غوښتل یې د چهارسدې ولسوالۍ له قلعه‌ګهر کلي څخه څاروي غلا کړي او یو بل تن چې د فیروزکوه ښار له سه‌ګوشک کلي څخه یې د یوه موټرسایکل د غلا نیت درلود، د پولیسو له لوري نیول شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر څارنې او پلټنې لاندې دي.

د غور امنیتي چارواکي له عامو خلکو هم غواړي څو د امنیت د لا ټینګښت او له هر ډول مشکوک فعالیت څخه د مخنیوي په موخه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

Related Topics