Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د «نښتر» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې د «نښتر» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د دې مشاعرې په مراسمو کې ویلي،  له کلونو وروسته په هېواد کې شعر، ادب، فرهنګ، او ملي ارزښتونو ته په پراخه کچه کار روان دی او لا یې هم د معیاري کولو هڅې کېږي.

هغه د پکتیا د شاعرانو او فرهنګیانو هڅې وستایلې او له دوی څخه يې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې له هغه څه ډډه وکړي چې له اسلام او کلتور سره په ټکر کې وي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام‌یار په دغو مراسمو کې د یادې مشاعرې موخه د اسلامي امارت د مشر د ۲۲ مې ګڼې (د مشاعرې د تنظیم) فرمان پلي کول، د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل او د شاعرانو تشویقول یاد کړل.

د یادونې وړ ده چې نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره هرکال د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.