Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوداګریزو چارو د چټکتیا په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه راکم شول

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې د سوداګریزو چارو د چټکتیا، د سوداګرو ستونزو کمېدو او د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه راکم شول.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام په منظورۍ شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د دې پرېکړې له مخې هغه توکي چې په ګمرکونو کې ټي یو (د کورني ترانزیټ فورم) نه اخلي او اظهارلیک ور ته ترتیبېږي، د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د خروجي پاڼې تر چاپ پورې ۱۵ ورځې وخت ورکول شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، هغه توکي چې په ګمرکونو کې (T1) اخلي، د سرحدي ګمرک د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د محصولي ګمرک د خروجي پاڼې تر چاپ پورې (۲۰) کاري ورځې وخت ورکول شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه‌راز د دې پرېکړې له مخې، هغه محمولې چې طی مراحل او خروجي پاڼه یې چاپ شوې وي، پنځه کاري ورځې وخت ورکړل شوی او د ذکر شوو ورځو له تېرېدو وروسته یاد اموال د رسم ارضیې تابع ګرځي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دې مخکې د انیکس سیسټم له ثبته د خروجي پاڼې (برګې) تر چاپ پورې په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې «۳۰» کاري ورځې وخت ورته ټاکل شوی و او هغه محمولې چې طی مراحل او خروجي پاڼې یې چاپ شوې وې «۱۰» کاري ورځې يې وخت درلود.

د یادونې ده، هغه توکي چي له پورته ذکر شوو ورځو ډېر د ګمرکونو په ګودامونو کې پاتې شي، له محصولي سوداګریزو توکو د هرې ورځې په تېرېدو سره د ګمرکي محصول (۰.۵) سلنه او د معافي توکو له ګمرکي ارزښت څخه (۰.۰۵) سلنه پیسې د رسم ارضيې په نوم ترې اخیستل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.